
د پوهنې وزارت: خبر داري کال د مرغومي ۳مه
د پوهنې وزارت: خبر داري ورکوي چي۳۳۰۰ ښوونځي چې په راتلونکي کال کې جوړېږي، زیات شمېر به یې نجونو ته ځانګړي شي.
دا غوڼده د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۳مه، چي ښونی او روزنی ته د نجونو لاسرسي څېړنیز راپور موندنو ته ځانګړي شوي وه پکې د افغان ښځو ښوونیز مرکز رییسه، د پوهنې وزارت سرپرست، اجرائیه رئیس او ګن شمېر چارواکې ګډون کړي وه.
د افغان ښځو د ښوونیز مرکز رییسه پلوشه حسن، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي د راپور د موندنو په پروګرام کې وینا کوله، وویل، د هېواد په ښوونځیو کې د میلیونونو زده کوونکو د جذبېدو په برخه کې د لاسته راوړنې په یادولو سره، سوله یوه اساسي مسله وبلله او زیاته یي کړه:« د سولې بهیر په خبرو اترو کې د ښځو په استازیتوب داسې یوه میرمنه باید ګدون وکړي چی په سمه توګه وکولي شي د ښځو له حقونو څخه دفاع او ملاټر وکړي.»
پلوشه حسن زیاته کړه: د سولې په بهیر کې د ښځو وڼده په پام کې نیولو سره د نجونو ښوونی او روزنی مسله هیس کله معامله نشي او باید د سولې په بهیر کې د نجونو ته د ښوونی او روزنی زمینه د تیره په پرتله زیاته برابر شي.
د پوهنې وزارت سرپرست، میرویس بلخي چي غوڼده کې ګډون کړي وه ووایي: د ۲۷۰۰ ښوونځیو له ډلې چې د جوړولو چارې یې ۶۰ سلنه بشپړې شوې، ۱۱۰۰ یې نجونو ته ځانګړي شوي دي او دغه راز نور ښوونځي چې په راتلونکي کال کې جوړېږي، زیات شمېر به یې نجونو ته ځانګړي کیږي.
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته وي: ټول هېواد کې له ښوونځي څخه د باندې له درې میلیونه زیاتو ماشومانو وضعیت ته په پام سره چې ۶۵ سلنه یې نجونې جوړوي، دغه وزارت په خپلو ټولو ښوونیزو او روزنیزو سیاستونو کې د نجونو زده کړو ته د خپلو پروګرامونه په سر کې ځای ورکړی دی.
په دې ناسته کې اجراییه رییس، عبدالله عبدالله، ښوونې او روزنې ته د نجونو لاسرسی اساسي مسله وبلله او په دې برخه کې یې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیزو مرکزونو له هڅو څخه ستاینه وکړه.
اجراییه رییس وویل، چې د یوه وګړي او مسوول په توګه ښوونې او روزنې ته د نجونو او ښځو د لاسرسي د زمینې برابرولو لپاره بشپړه ژمنتیا لري.
د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیز بنسټ رییسې، زرقا یفتلی، چې دغه راپور یې چمتو کړی دی، له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د ملي عمل پروګرام د تطبیق، د ماشومانو د ودونو د مخنیوی، د پوهنې شوراګانو د رامنځته کولو، پر وخت سره د ښوونکو د معاشونو د ورکولو، په ښوونځیو کې د څښاک اوبو برابرولو او جلا تشنابونو د رامنځته کولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.