د ښځو پراخ ګډون تل پاتې سوله رامنځته کوي

د ښځو پراخ ګډون تل پاتې سوله رامنځته کوي.
کابل، ۲۸ لندۍ ۱۳۹۸ (۱۹ نوامبر ۲۰۱۹)
.په هغه غونډه کې چې د «ښځې، سولې او امنیت» اړوند د ” نړیوالې پرانېستې ورځ “ په مناسبت جوړه شوي وه، ګډونوالو د تل پاتې سولې لپاره د ښځو د ګډون په هکله خبري اتري وکړې 
د بغلان، بلخ، بامیان، فاریاب، هرات، کابل، کندهار، ننګرهار او پکتیا ولایاتو څخه دېرش تنه د ښځو د بشري حقونو او د جنسیتي برابری فعالینو د ”نړیوالې خلاصه ورځ“ په مناسبت جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ، خپلې اندښنې او او سولې ته د رسېدو لپاره لومړیتوبونه افغانستان کې د ملګري ملتونو مسوولینو سره شریک کړل
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشره، الیتا مېلر، څرګنده کړه چې د ښځو ونډې او رهبریت د سولې ټینګښت او پایښټ لپاره یو اړین ګام دی. هغې زیاته کړه: ”که څه هم د ۲۰۰۰ کال څخه راهیسې د ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه که د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو باید هېر نه کړو چې لا هم ستونړې شتون لري؛ لا هم ډېر کار پاتې دی تر څو باوري شو چې ښځې په تول هېواد کې – هغه که په ښاري سیمو کې ژوند کوي او یا هم په کلیو کي – کولای شي خپلو بشري حقونو ته لاسرسی لري، او همدارنګه د تل پاتې سولې لپاره په ملي او سیمه ییزه کچه فعاله ګډون لري “
د غونډې ګډونوالو په ډاګه کړه چې د افغان ښځو پیام واضح دی؛ هغه دا چې دوی هغه سوله نه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په بیه تمامه شوي وي. تر ټولو غوره لار داده چې د ښځو په استازیتوب خبري کولو پر ځای دې دوی ته غوږ ونیول شي